د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۱۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. اوچا نن ویلي، چې په سږني کال کې به ۲۰،۳ میلیونه افغان وګړي د عمومي خوندیتوب، د ماشومانو د ساتنې، د جنسیتي تشدد پر ضد د مبارزې او د ماین پاکې په څلورو اصلي برخو کې مرستو ته اړتیا ولري.
































