عرب نیوز په افغانستان کې د ایران د مداخلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په هغه کې یې د مهمو امریکايي چارواکو ځينې څرګندونې را اخیستې دي. په دغه مقاله کې راځي چې ایران په ښکاره او پټه په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې لري او دغه اړیکې له ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو را پدېخوا خورا پیاوړې شوې دي. سرچینه کاږي چې ایران طالبانو ته پوځي روزنه ورکوي، تجهیزات ورته برابروي، مشاورین یې ورسره وي او مالي ملاتړ یې کوي. په مقاله کې راځي چې د ولایتونو د سقوط او پر لویو ښارونو د بریدونو پلانونه هم د ایران د حکومت و او په ځینو ځایونو کې د ایران کومانډویان د طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي چې د ایران د مداخلې ښه ثبوت دی. عرب نیوز لیکي ایران د افغانستان په چارو کې مداخلې او دغه راز ددغه هېواد د ځینو چارو کنټرول ته سخت لېواله دی نو له همدې امله یې له طالبانو سره هم اړیکې پیاوړې کړې دي.
































