یو شمېر معلولین د سرپرست حکومت له لوري د دوی د معاشونو پر نه ورکړې نیوکه کوي او وايي چې له څو میاشتو راهیسې د دوی ستونزو ته پام نه دی شوی. خو د معلولینو چارو وزارت وايي چې د نوي کال بودجه لا نه ده تصویب شوې او په راتلونکو ورځو کې به د بودجې تر تصویب وروسته دوی ته معاشونه ورکړل شي. یاد وزارت وايي چې دوی سره ۶ سوه زره کونډې، یتیمان او معلول کسان ورسره ثبت دي. د معلولینو چارو وزارت وايي، چې دوی د تېر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو سره هم مرسته وکړي.
































