کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو په اساس ټاکل شوې وه، چې د سولې بین الافغاني مذاکرات د جولای په ۱۵مه نېټه دوحه کې ترسره شي، خو ویل کیږي چې د ۵ زره طالب بندیانو له جملې د ۵۹۷ له ازادولو سره د افغان حکومت د مخالفت له امله مذاکرات ځنډیدلي دي.د سولې له خبرو با خبره کسان هم تائیدوي چې د سولې بین الافغاني خبرې تر نامعلوم وخت پورې ځنډیدلې دي.
تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
































