دفاع وزارت ویلي چې نن د نیمروز ولایت د ګنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو باندې د ایراني ځواکونو له خوا ډزې شوې چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. دفاع وزارت ویلي سرپرست حکومت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې معقوله لار ګڼي، منفي کړنې او د جګړې لپاره د پلمو لټول د هېڅ لور په ګټه نه دي.
































