د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل او د ریاستالوزرا اداري مرستیال پرون د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد سره په ارګ کې لېدلي دي. د ریاستالوزرا عمومي ریاست دفتر پر ټویټر لیکلي چې په هېواد کې د روغتیايي چوپړتیاوو معیاري کولو په موخه ګامونه اخیستل شوي او لا هم دوام لري. د یاد دفتر په خبره، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل پهدې لېدنه کې ویلي چې په هېواد کې د معیاري روغتیايي سکټور رامنځته کول لویه اړتیا ده، څو بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو د تګ په کچه کې کموالی راشي. په دې ناسته کې ریاستالوزرا اداري مرستیال د حکومتي روغتونونو حالت ته په اشارې ویلي، روان کال به دې برخې ته د ځانګړې شوې بودجې پر مټ په حکومتي روغتونونو کې بنسټيز کارونه وشي.
































