د پاکستان پوځ وایي چې له ایران سره پر پوله یې د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سرحدي سیمه کې را منځته شوې چې د اعلامیې له مخې پاکستاني ځواکونو بریدګر په شا تمبولي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د حکومت مخالفو سخت دريځو ډلو په تېر کې د دا ډول بريدونو مسولیت منلی دی.








