د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په راتلونکو اوو میاشتو کې د سرپل ولایت د کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا ۱۵۰میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمییزو چارواکو او خلکو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه ولایت په کانونو کې د پانګونې کارونه پيلیږي. د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت د کانونو له عوایدو څخه په ګټې اخیستنې سره باید د دغه ولایت د پرمختګ لپاره د بنسټیزو پروژو کارونه هم وشي. د هېواد په شمال کې د سرپل ولایت د قشقرې د نفتو او ډبرو سکرو د کانونو په لرلو سره یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه دی.
































