ټاکل شوې چې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړي. په دې ډول به دی له دوه لسیزې واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته یوسي چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد په خرابېدو دی. په پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته به شاندار مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به پهکې برخه واخلي. اردوغان د مې په ۲۸مه په دویم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.
































