د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې عمر داودزی د پاکستان لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی، دغه راز سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي، د هېواد پنځو ولايتونو خوست، سمنګان، نورستان، لغمان او بغلان ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي. د ولسمشر د حکم پر اساس، صديق پتمن د خوست، داوود کلکاني د سمنګان، عبدالغفور ملکزی د نورستان، رحمت الله يارمل د لغمان او تاج محمد جاهد د بغلان نوی والي ټاکل شوی. سيمه ييزو ارګانونو ادارې له مخکېنيو واليانو د کړیو خدمتونو له امله مننه کړې او نويو واليانو ته یې په ورسپارل شويو چارو کې د بریا غوښتنه کړې ده.
































