د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په کابل کې د ملکي هوايي چلند انسټېټیوټ د زدهکړیالانو فراغتغونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې کار باید اهل د کار ته وسپارل شي او زیاته یې کړه چې په هره اداره کې باید د هغې برخې مسلکي او تخصصي کسان وګمارل شي. غونډې ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وویل، هېواد باید په ملکي هوايي برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي او سرپرست حکومت پهدې برخه کې هلې ځلې پیل کړې دي.
































