د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وايي چې له دې وروسته به ماشومان د هېواد په کانونو کې کار نه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي. نوموړي دا څرګندونې بغلان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي. سرپرست وزیر په کانونو کې کارګرو ماشومانو ته په اشارې سره ویلي چې له دې وروسته به هېڅ ماشوم په کان کې کار نه کوي او که کارګر ماشوم لیدل کېږي، د کان کار به ودرول شي او سرغړونکو ته به جزا ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، له دې وروسته به د ډبرو سکرو د استخراج چارې په معیاري او د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ مخته وړل کېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټينګار کوي چې دا مهال څه باندې ۱۰زره کسان د هېواد په کانونو کې پر کار بوخت دي. ټاکل شوې چې دغه شمېر هېواد کې د نورو کانونو په استخراج او د بنسټییزو پروژو او ابادۍ کارونو کې څو برابره لوړ شي.
































