د بغلان د ترافیکو عمومي مدیریت مسوولین وايي، چې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د کابل – پلخمري په لاره د یوه پکنیک موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د ترافيکو عمومي مدير وايي، چې په دغه پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د یوې ښځې او ۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي. ورته مهال د بغلان د ولايتي روغتون آمر ډاکتر شاه ولي احمدزي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړنه بولي او وايي، چې له لومړنیو مرستو وروسته ټول ټپیان د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
































