ماشومان په افغانستان کې له ناوړه وضعیت سره مخ دي. ایرو ایشیا په یوه اوږده تحلیل کې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت او په دې تړاو نړیوالو راپورونو ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي، چې فقر، کډوالي، نشه يي توکي، شاقه کارونه، جګړه، روږدي کېدل، په جګړو کې کارېدل، جنسي ځورونه او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی. په دغه مقاله کې راځي چې له ۲۰۰۹ کال بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې ۷۰۵۹ ماشومان په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. ایرو ایشیا لیکي چې په افغانستان کې ماشومان په تعلیمي برخه کې هم ګڼې ستونزې لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې د افغان ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
































