د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر وايي، هند خپل تخنیکي ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې، جي شنکر پرون په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه ټیم دنده دا ده چې حالات وڅاري او وګوري چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شي. ده همدا راز وویل، په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی. د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل چې امنیتي اندېښنه یې لرله او دا کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ، خو د وخت په تېرېدو یې خپل تخنیکي ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، دوی له څه مودې راهیسې هلته دي او دنده یې تر یوه حده دا ده چې حالات له نږدې و ارزوي او وګوري چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شي چې هغوی ورته اړتیا لري.
































