په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د وروستيو نيولو په اړه د افغان سفارت د مشر او پاکستاني چارواکو ترمنځ غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د افغانستان د سفارت مشر د افغانانو د نيول کېدو د مخنيوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې د افغانانو نيول د دواړو ګاونډيو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز کوي، چې بايد مخه يې ونيول شي. د دغه سفارت په وینا پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري په برخه کې د سفارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دوی به یوازې له قانوني اسنادو پرته خلک بیرته ستنوي.
































