په غور ولایت کې سېلابونو خلکو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي. د غور ولایتي چارواکو ویلي، چې پرون شاوخوا دوه بجې د دې ولایت د دولینه ولسوالۍ او شهرک ولسوالۍ په څوو کلیو کې باران او سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخهع په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بارانونو او سختو سېلابونو له کبله د بازار دوکاندارانو او د تربولاق، کيته چشمه او مسجد نګار د کليو اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي او زیانمنو خلکو د لازمې پاملرنې او لاسرسي غوښتنه شوې ده.












