د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په وړتیا د لمریزې پروژې پلي کولو په موخه له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. یاد هوکړه لیک د دواړو لورو ترمنځ د همغږي او ګډو همکاریو په موخه د پانګونې چارو د انسجام او د یادې پروژې د عملي چارو د چټکتیا لپاره لاسلیک شوی دی.











