پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند وايي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په اوو ولایتونو غور، بدخشان، پکتیا، کونړ، تخار، نورستان او پروان کې د سېلابونو، تالندې، بارانونو او سختو توپانونو له امله ۶ کسان مړه شوي ۸ ټپيان دي او ۳۰ استوګنځي په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. نوموړی همدارنګه وايي چې د دغو سېلابونو، تالندې، بارانونو او سختو توپانونو له امله ۷ پلونه، ۸۵ سربندونه هم ویجاړ شوي او ۸۳۲ څاروي او د ځينو کرنیزو ځمکو حاصلات او ځينې مېوه لرونکي بڼونه لهمنځه تللي دي.












