د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله د دغه ولایت د انځرو په حاصلاتو منفي اغېزې کړې دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست وايي، چې تېر کال ژمي کې د منفي ۲۸ درجې سړې هوا له امله په دغه ولایت کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه د انځرو حاصلات کم کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې سږ کال په انځرو سربېره، د انارو او انګورو حاصلات هم کم شوي دي. د دغه ولایت د انځرو يو شمېر بڼوال وايي، د دوى يوازينی عايد انځر دي، خو سږ کال يې د حاصلاتو د کمښت له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
































