د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او په ځانګړې توګه له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې خبرې اترې وکړې. د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال د نشهیي توکو د کښت، پروسس او لېږد په اړه له مبارزې ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له یادو توکو سره د مبارزې په برخه کې پوره ژمن دی. په دې لیدنه کې د چین سفیر له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې نشهیي توکي په نړۍ کې یو لوی خطر دی او چین له نشهیي توکو سره د مبارزې په چارو کې همکارۍ ته پوره چمتو دی.












