د کندز ولایت بزګران وايي، چې سږ یې د تېرو کلونو په پرتله باندې د میوو حاصلات زیات شوي او دغه راز بازار یې هم د پخوا په پرتله باندې ګرم شوی دی. دغه بزګران له حکومت څخه غواړي، چې له دوی سره دې د کرنې په برخه کې مرستې وشي او د میوو لپاره دې لا ډيره بازار موندنه ترسره شي. په همدې حال کې د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دوی د سږ کال په اوږدو کې له بزګرانو سره زیاتې مرستې کړې او خپلو مرستو ته به په بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي.
































