د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري ویلي، چې د ارزګان پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو دستګاوو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ دی، چې د هندوستان هېواد د «HICPD» موسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.
خیري ویلي، چې په وېشل شویو توکو کې هر مالدار ته یوه پایه ۱۰۰ واټه لمریزه ښیښه، یو ۷۰ امپیره بټرۍ، د شیدو د پروسس ۲۰ لیټره ماشین او نور اړین توکي شامل دي.
د ارزګان د کرنې رییس زیاته کړې، چې تر دې وروسته به له یادو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د خپلې مالدارۍ محصولات په پاک او صفا ډول پروسس کوي او بازارته به یې په ښه کیفیت وړاندې کوي.