چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

سیمه‌ د سولې په اړه د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 8, 2020
in تبصرې
0
سیمه‌ د سولې په اړه د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي؟
632
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له پاکستان او چین سره یې د افغان سولې په تړاو غونډه کړې او دواړو هېوادونو د حکومت له لوري د بندیانو خوشې کول ستایلي، له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی. حکومت وايي چې هڅې یې روانې دي، څو د سولې لپاره سیمه‌ییزه اجماع پياوړې کړي او له همدې امله څو مهمې غونډې جوړوي.

د حکومت د سیمه‌ییزې اجماع هڅې د څه لپاره دي او سیمه د سولې په پروسه کې د کوم دریځ ملاتړ کوي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومتي مشران هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو ملاتړ را خپل کړي او د سولې په برخه کې خپل دریځ پیاوړی کړي. له همدې امله یې له سیمه ییزو هېوادونو سره د غونډو نوې لړۍ پیل کړې ده. اوس په ټوله سیمه کې یوازې هند د سولې په تړاو د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي او ایران هم له امریکا سره د ستونزو له امله یو څه متفاوت دریځ لري. د سیمې نور ټول هېوادونه د افغانستان د حکومت له دریځ سره ډېر جوړ نه دي او آن د حکومت کړنو ته د سولې په برخه کې د خنډ جوړولو په سترګه ګوري. د سیمې هېوادونه چې په افغان سوله کې خپلې ګټې ګوري، فکر کوي چې حکومت نه غواړي چې د سولې روانه پروسه بریالۍ شي. له همدې امله دوی د افغان حکومت د دریځ ننګه نه کوي. اوس چې حکومت ویلي، په وروستۍ غونډه کې پاکستان او چین د بندیانو د خوشې کولو ملاتړ کړی، دا سمه ده، خو دا هېوادونه غواړي چې پاتې بندیان هم خوشي شي، هغه چې حکومت یې نه غواړي. د دې تر څنګ بهرنیو چارو وزارت وايي چې سیمه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي، دا هم سمه ده، خو دا هغه مانا نه لري چې حکومت یې ترې اخلي. حکومت خلکو ته ښيي چې ګواکې سیمه د هغو خبرو ملاتړ کوي چې مشري او مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې وي، خو د سیمې د هېوادونو موخه دا ده چې په دې خبرو کې باید مشري او مالکیت د افغانانو وي او بهرنیان باید د افغانانو لپاره خپله پرېکړې ونه کړي، بلکې خپله افغانان پرېږدي چې د سولې په تړاو پرېکړې وکړي. دا هم سمه ده چې د سیمې هېوادونه د تاوتریخوالي کمښت غواړي، خو ورسره سم د بندیانو خوشې کول او د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه هم کوي.

د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ او اجماع ډېره مهمه ده؛ له همدې امله پکار ده چې له دې اجماع د سولې لپاره پوره کار واخیستل شي. ښکېل اړخونه د دې پر ځای چې د خپل دریځ د پياوړي کولو او خپلو اهدافو لپاره د سیمې د هېوادونو دریځونه جوړ کړي، ښه ده چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي او داسې سولې ته لاره هواره کړي چې هر افغان پکې د عزت او امن خاوند شي.

Previous Post

مه وېرېږه

Next Post

کرنې ریاست: ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کرنې ریاست: ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې

کرنې ریاست: ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عمري: هڅه کوو افغانستان د خوړو برابرولو برخه کې پر ځان بسیا شي

عمري: هڅه کوو افغانستان د خوړو برابرولو برخه کې پر ځان بسیا شي

جولای 31, 2024
عمران خان له زندانه د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته ځان نوماند کړ

عمران خان له زندانه د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته ځان نوماند کړ

دسمبر 23, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ