د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه د تايوان تنګي ۱۵م فورم ته د مبارکي پيغام ولېږه .
شي جين پينګ په خپل پیغام کې ويلي، چې دغه فورم د تايوان تنګي د دواړو غاړو د بېلا بېلو ټولنو تر منځ د تګ راتګ، د فلکلوري تبادلې او همکارۍ د هڅونې لپاره مهم ډګر دی. د دغه تنګي د دواړو غاړو خلکو د دغه فورم له لارې دوستي ټينګه کړې، ګټې یې تر لاسه کړي او خپلمنځي اړيکې يې نژدې کړې دي. هيله من یم ، چې دغه فورم په پرله پسې توګه د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو تر منځ د تګ راتګ او د دواړو غاړو د يووالي او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چيني شکله عصري کېدو نوی بهير روښانه راتلونکی لري، که هېواد او ملت ښه وي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو ژوند به لا نور ښه وي. هغه وویل، موږ به د پخوا په شان د تايوان سيمې د خلکو درناوی او ورته پاملرنه وکړو او ګټې ورسوو، د دواړو غاړو د اقتصادي او فرهنګي همکاريو هڅونه به وکړو، په بېلا بېلو ساحو کې به د دواړو غاړو متحد پرمختګ پياوړی کړو، په ګډه به چيني کولتور پراخ کړو او د دواړو غاړو د خلکو د روحيې نژديوالی به پرمخ يوسو. هیله من يو، چې د دواړو غاړو خلک به د ملت پر عدالت ټينګار وکړي، د دواړو غاړو تر منځ د اړيکو د سوله ايز پرمختګ او د هېواد د اتحاد لپاره خدمتونه وکړي، په ګډه د چيني ملت ګټې تر لاسه او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډ وياړونه شريک کړي.
د معلوماتو له مخې، دغه فورم د چين د دولتي شورا د تايواني چارو دفتر، د فو جيان ولايت د حکومت او د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ۸۲ څانګو او ډلو لخوا په ګډه جوړیږي.
































