د ایران د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي وایي افغانستان به له چابهار سره د رېل پټلۍ له لارې نښلول کېږي. اسلامي ویلي، دغه پروژه به د ایران سیمه ییزې هوکړې او په ځانګړې توګه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیزه تړون پیاوړی کړي، چې له چاه بهار بندره ګټه اخیستل پکې شامل دي. نوموړی زیاتوي له چابهار بندره ګټه اخیستل زیات شوي او د ترانزیت کچه یې درې نیم میلیونو ټنو ته رسېدلې ده. ایراني چارواکي وايي، چاه بهار ته د ریل لارې غځېدلو سره به د ایران په خاوره کې دننه ریل شبکه کې یو بدلون رامنځته شي او دغه راز تر افغانستان او مرکزي اسیا پورې به د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره مهمه وسیله ثابته شي. ایران د چاه بهار بندر او زاهدان ښار تر منځ د ریل ګاډي ۶۲۸ کیلومتره پټلۍ غځولو چاره پیل کړې ده. د دغې اوسپنیزې لارې چمتو کولو هدف له زاهدان ښار سره د چاه بهار نښلول او بالاخره افغانستان او مرکزي اسیا ته د ریل شبکې غځول بلل شوي دي.