روسیه وایي ترهګرې ډلې د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ترهګرو ډلو سلګونه غړي د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي او هڅه کوي د کډوالو په بڼه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ننه شي. پوتین زیاته کړې چې په دې کې تر ډېره د داعش ډلې غړي دي چې شمېر یې شاوخوا دوه زره کسانو ته رسېږي. هغه د مرکزي اسیا پر هېوادونو غږ کړی چې په خپلو کې امنیتي مسایل سره همغږي کړي او وسله والو ته اجازه ور نه کړي چې یادو هېوادونو ته واوړي او د نا امنیو سبب شي. روسیې تر دې وړاندې هم په دې تړاو خپله اندېښنه ښودلې خو د افغانستان نوي حکومت ویلي چې دا اندېښنې بېځایه دي او دوی ټول مسایل له نږدې څاري.












