هلمند کې یوشمېر کروندګر وايي چې سږکال دغه ولایت کې ګڼشمېر کروندګرو پر خپلو ځمکو غنم کرلي او د وچکالۍ له امله یې پر خپلو کښتونو لوړ لګښتونه کړي، خو اوس یې د پلور ټيټو بیو اندېښمن کړي دي. د هلمند د نهراج سراج ولسوالۍ یوشمېر کروندګر وايي چې د غنمو بیې ټيټې شوي او په وینا یې، خپل کړي لګښتونه نه پوره کوي. دوی زیاتوي چې پر خپلو کښتونو یې لوړ لګښتونه کړي دي. دغه کروندګر له حکومت غواړي چې د کرنیزو توکو د بیو کنټرول او ټيټېدو برخه کې له دوی سره همکاري او لاسنوی یې وکړي. بلخوا د هلمند ولایتي مسوولین وايي چې د کرنیزو محصولاتو برخه کې د عرضې او تقاضا انډول ساتلو لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاسه لاندې لري چې پر مټ به یې دغه ولایت کې نورو کرنیزو توکو ترویج، پروسیس او بازار موندنې ته زمینه برابره کړي.
































