په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د يونان په سواحلو کې د کډوالو د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې يو شمېر افغانان هم مړه شوي، خو دا يې نه دي ويلي چې په دې قربانيانو کې څومره افغانان دي. د خبر له مخې په دې پېښه کې د افغانستان او پاکستان ۷۸ کسانو خپل ژوند بایللی دی. دغه سفارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو لپاره خوندي لارې برابرې کړي. د تېرې چهارشنبې په ورځ د یونان په جنوبي ساحل کې د کب نیولو یوه کښتۍ چې سلګونه پناه غوښتونکي پکې سپاره وو ډوبه شوه.











