د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورول سملاسي پای ته ورسوي. دغه سازمان د پناه غوښتونکو کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جون په شلمه نمانځل کېږي، دغه غوښتنه کړې ده. د بښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا یوې مسوولې ویلي، د افغانانو وضعیت ته د نړیوالو نه پاملرنه د ژورې اندېښنې وړ ده. په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو هم د دوی پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې په تړاو شکایتونه کړي دي.
































