د هلمند د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د صفار اړوند سیمه کې یې د لسګونه ټنه اوسپنې د قاچاق مخه نیولې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سیمه کې یې ۶ تنه چې غوښتل یې شپږ موټره اوسپنه له هېواده بهر یې قاچاق کړي نیول شوي دي. دوی وایي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د اوسپني د قاچاق مخه نیول شوې وه.












