ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې افغانان د جمهوریت په ساتلو سره داسې سوله غواړي چې د ټولو حقونه پکې خوندي وي. نوموړي زیاته کړې، دی په دري او پښتو ژبو دروغ نه شي ویلی او ژمنه کوي چې هېواد ته به ملي سوله راولي. ولسمشر غني ویلي، په جهموري نظام کې د طالبانو پر جذب کار کوي او دی دې کار ته هیله من دی. هغه زیاته کړې، دوی د سولې لپاره قوي اراده او ظرفیت لري او په وینا یې د سولې لار له کپرکه ډکه ده خو په اجماع او تدبیر به مخ پر وړاندي ځي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، داسې سوله نه غواړي چې د بربادۍ لامل کېږي؛ بلکې پر داسې سوله کار کوي چې د افغانستان د ښېرازۍ سبب شي. هغه ټینګار کړی، هیچاته اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا د افغانستان الوتکې د کباړ په توګه پر ګاونډیانو وپلوري.
































