د سرپل د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکه د مرکز په شور قدوق سیمه کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول شوې ده. د مسوولینو په وینا، دغه شبکه د ۶ زره ۷۶۶ مترو په اوږدوالي جوړه شوې، چې په کې د لمریزې برېښنا د ۴۶ تختو نصبول، د ۶۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل او ۳۸ زره مترمکعب په وړتیا د اوبو یوې زېرمې جوړول شامل دي، چې پرمټ یې د یادې سیمې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































