په تېره میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۲۵۸زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۲۵۷ زره ۶۳۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۴۳۷۴ ټنه توکي صادر شوي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
































