د فراه ولایت له عمومي بندخونې څخه د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د دوو مېرمنو په ګډون ۷۹ تنه بندیان خوشې شول. د یادو کسانو د خوشې کولو پرمهال د دغه ولایت د مرافعې محکمې وویل، چې نن یې د لوی اختر په مناسبت ۷۹ تنه بنديان خوشې کړل. نوموړي زیاته کړه، چې په یادو بندیانو کې ډېری په جنایي جرمونو او اخلاقي فساد تورن وو.
































