د بریتانیا حکومت وايي، له هغو افغانانو سره به زیاتې مرستې وشي چې د بیا مېشتېدنې د پروګرام له مخې دغه هېواد ته ورغلي او په موقتي استوګنځایونو کې ژوند کوي. په هغه اعلاميه کې، چې پرون د بریتانيا د حکومت په وېبپاڼه کې خپره شوه، ويل شوي چې غواړي افغان کډوال د مناسبو اوږدمهالو استوګنو له لارې د دغه هېواد په ټولنو کې مدغم شي. د روان کال د اپرېل میاشتې په پای کې افغان کورنیو ته خبرداری ورکړل شو، چې تر درېیو میاشتو پورې هوټلونه او موقتي استوګنځایونه پرېږدي. دا موده همدا اوونۍ پای ته رسېږي.
































