د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وايي، چې په افغانستان کې به یې سفارت پرانیستی وي، خو د اوس لپاره دې هېواد ته سفیر نه لیږي. جی شنګر، چې د هند په نړیوال مرکز کې وینا کوله دغه راز وویل، چې له افغانستان سره یې د خوړو، درملو او ګڼو نورو برخو کې تر دې دمه مرستې کړې او لاهم دوام لري. جی شنکر زیاته کړه، چې وضعیت ته په کتو سره به د نور مسایلو په هلکه پریکړه وکړي.
































