سرپرست حکومت د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د کلني راپور د موندنو په غبرګون کې ویلي، چې د نړۍ د ناامنو هېوادونو د نوملړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نه دي. د سرپرست حکومت ویاند ټینګار کوي چې په هېواد کې ترهګریزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټیټې شوې دي او پهدې اړه د دې انسټېټیوټ موندنې ناسمې بولي. دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ، پهخپل کلني راپور کې، افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هېوادونو کې د نړۍ د تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی. د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې، افغانستان، لیبیا او عاج سواحل د هغو ۵ هېوادونو په نوملړ کې راغلي چې د سولې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.












