کابل ښاروالي وايي، چې د دغې ادارې عواید د تېر کال په پرتله زیات شوي او په کابل کې ډېرې پروژې د دې ادارې د داخلي بودجې په پیسو عملي شوي دي. د کابل ښاروالۍ استازی وايي، چې د تېر یو کال په پرتله د دې ادارې عواید څه باندې یو میلیارد افغانۍ زیات شوي دي. د یادې ادارې استازی ټینګار کوي هرڅومره چې هېوادوال د مالیې د ورکړې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، په هماغه کچه به په پلازمېنه کې ډېرې ټولګټې پروژې پلې شي.












