له افغان ښځو او نجونو څخه د ملاتړ پر دوام د بښنې نړیوال سازمان یوځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي. د یاد سازمان پر ټوېټرپاڼه په تازه خپره شوې ویډیو کې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو اساسي حقونو څخه محرومې دي او د افغانستان سرپرست حکومت په سیاسي او ټولنیز چاپېر یال کې ښځو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې. په یاد پیغام کې د افغان مېرمنو او نجونو زده کړې هم یادې شوې چې په خبره یې، اوسمهال ترې بې برخې دي.
































