پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي چې په پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، کاپیسا، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه ۳۰۰ کورونه په نیمګړې او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ د دغو سېلابونو له امله ۱۰۰ څاروي او څه باندې زر جریبه ځمکه له منځه تللې ده.
































