د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په مې میاشت کې یې نږدې یونیم ميلیون افغانانو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي. دې سازمان پرون وویل چې دغه خدمتونه یې تر خپل پوښښ لاندې د افغانستان د ۱۰۱۸ روغتیایي مرکزونو له لارې رسولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې سازمان او نورو شریکانو زیاتره مرستې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته له امیندوارو ښځو او ماشومانو سره شوي دي. ياد سازمان همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۶۹ روغتیایي مرکزونو ته ۴۳ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو او تجهیزاتو مرستې رسولې دي.
































