د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی د سوداګریزو ستونزو په تړاو خبرې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال هم له چیني پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ویل شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د شانګهای د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. ورته مهال په چین کې افغان سوداګر بیا وايي، ستونزو ته یې باید رسېدنه وشي څو د خپلې سوداګرۍ کچه لوړه کړي. تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چین په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
































