د نورستان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د سرچینې په خبره، چې د سیلابونو له کبله په دې ولایت کې دوه تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. سرچینه دغه راز زیاتوي، چې د نورستان ولایت په وایګل ولسوالي کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم له منځه وړې او خلکو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي دي. د نورستان ولایت اوسېدونکي له حکومت او نورو اړوندو ادارو څخه د مرستو او لاسنوي غوښتنه کوي.
































