پاکستاني رسنۍ وايي، چې نن چهار شنبه یوه ځانمرګي بریدګر د خیبر پښتونخوا په میرانشاه ښار کې پر امنیتي پوسته برید کړی، چې له کبله یې د دوه پوځیانو په ګډون یو لس کلن ماشوم وژل شوی او ۱۴ ملکي کسان نور ټپیان شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي راشد خان ویلي، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د برید د طراحانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نهده اخیستې.
































