د هلمند کروندګر هیله مند دي چې د انګورو ښه حاصل ته په کتو به د کوکنارو له کښت څخه لاس په سر شي. د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان اوبرنامو د همغږۍ مسوول سید رفیع الله قلم وايي، چې سږ کال د هلمند د انګورو په حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ۴،۶سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړی وایي چې د دوی د ریاست د راپورونو له مخې سږ کال په دې ولایت کې په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه باندې د انګورو باغونه جوړ شوي، چې له دې څخه به نږدې ۹۰۷۵۰ مټریک ټنه انګور تولید شي چې د کابل په ګډون به ګڼو نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي. نوموړی وايي، دوی د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې ورته نور باغونه هم جوړ کړي.
































