د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش په تیر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د ښکیلتیا او د هغوی د حقونو څخه د سختو سرغړونو خبر ورکړی دی. دغه راپور، چې د ملګرو ملتونو له لوري تازه خپور شوی په نړۍ کې د ماشومانو د ناسم وضعیت په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په راپور کې د ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړبلل شوی او ویل شوي، چې په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو پر وړاندې تر ټولو زیاتې تائید شوې سرغړونې د کانګو په جمهوریت،اسرائیل، فلسطین، سومالیه، سوریه، اوکراین، افغانستان او یمن کې ثبت شوي دي.
































