د چین د ګانسو د شمال لوېدیځ ولایت له مرکز لینژو څخه په سوداګري مالونو بار یو ریلګاډی افغانستان ته وخوځېد. د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې رېلګاډي کې، چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حیرتان بندر په لور روان شوی، په ۳۹ کانتینرونو کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت مال وړل کېږي. د راپور له مخې دا سوداګري مال، چې د موټر پُرزې، فرنیچر، دفتري او تخنیکي وسایل په کې شامل دي، د چین د سین کیانګ ایالت، قرغیزستان او ازبکستان له لارو تېرېږي.
































