د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان د بېلابېلو برخو له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د سوداګرو تر څنګ ولاړ او له دوی سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی. سوداګرو په دې کتنه کې ویلي چې، دا خپل مسوولیت بولي چې د هېواد د اقتصادي ودې او خلکو ته د کارموندنې په موخه په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. دوی زیاته کړې، په تېر نظام کې پانګه وال او سوداګر په بېلابېلو نومونو ځورول کېدل، پیسې ترې اخیستل کېدې؛ خو اوس پانګوال په دې خوښ دي چې سرپرست حکومت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړی او ورسره همکار دی. ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د هېواد ډېر عوايد د سوداګرۍ او پانګونې له لارې دي او افغان پانګوال د اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي چې دوی یې مننه کوي.
































