د سږ کال په تېره جون میاشت کې د چیني وګړیو د مصرفي توکو بیې عموماً ثابتې وې. په ښارونو کې د مصرفي توکو بیې ثابتې وې او په کلیوالو سیمو کې 0.1 سلنه ټيټې شوې. د خوراکي توکو بیه 2.3 سلنه لوړه شوې او د نورو توکو بیه 0.6 سلنه ټيټه شوې. د مصرفي موادو بیه 0.5 سلنه ټيټه شوې او د خدماتي چارو بیې 0.7 سلنه لوړې شوې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول چین کې د خلکو د مصرفي توکو بیې منځنۍ کچه د تېر کال د همدې مودې په نسبت 0.7 سلنه لوړه شوې ده.
په تېر جون کې د چینایانو مصرفي توکو بیه د تېرې مې په نسبت 0.2 سلنه ټيټه شوې ده. (هیله)












